د ۲۰۹ الفتح قول اردو په جامع جومات کې د دعوت او ارشاد مسئولینو لویه غونډه تر سره شوه

s.mohmand

تيره ورځ په دې غونډه کې د قول اردو د ټولو شبعاتو او د شمالي زون دفاعي او امنيتي ځواکونو مسوولینو ګډون کړی و، چې په کې د اسلامي امارت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر مسوولينو د قوانینو په رعایت د اسلامي شريعت احکامو او اصولو د رعایت په اړه هر اړخیز او لنډ معلومات وړاندې کړل.

د غونډې په اخر کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قوماندان په استازیتوب مولوي عبدالنصير "اخندزاده" د قول اردو په داخل کې د نظم، ډسپلين او د غیر ضروري ډزو د منعې په اړه خبرې وکړې، غونډه په خیریه دعا پای ته ورسیده.