د ملي دفاع وزارت د دفتر رییس د سردار محمد داوود خان روغتون د طبي کادرونو مشرتابه سره د وروستۍ ترهګریزې پېښې په تړاو خواخوږي، څرګنده کړه

د ملي دفاع وزارت د دفتر رئیس مولوي صلاح الدین "خویدم" او د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو رییس او ویاند عنایت الله "خوارزمي" د سردار محمد داوود خان پر روغتون د وروستۍ تروریستي برېد له امله د یاد روغتون، ډاکټرانو، طبي پرسونل او ټپیانو سره ولیدل، هغوی ته يې د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.
د ملي دفاع وزارت د دفتر رییس د هېواد د امنيت او ثبات د دښمنانو ترهګریز برېد په بهير کې د ډاکترانو، طبي کارکوونکو زړورتيا، سرښندنې، د هغوى د کار او هلوځلو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې دا د دولت دنده او مسووليت دی، چې د ښاریانو لپاره خوندي چاپیریال چمتو کړي.