د وسلوال پوځ لوی درستیز له خوا د ملي دفاع وزارت د انجینرۍ رییس او قوماندان معرفي شول

s.mohmand
Sat, Jul 10 2021 6:00 PM
د وسلوال پوځ لوی درستیز له خوا د ملي دفاع وزارت د انجینرۍ رییس او قوماندان معرفي شول

د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوريت او د وسلوال پوځ د اعلی سر قوماندان د عالي مقام د حکم پر بنسټ, د ستر درستیز د انجنیرۍ رییس برید جنرال "مرزا محمد" او ډګروال روز محمد "غرني" د انجنیرۍ لوا د قوماندان په توګه د وسلوال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد "احمدزي" له خوا, معرفي شول.

په دې مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی درستیز د انجنیرۍ منسوبینو د کړنو څخه د مننې تر څنګ وویل: "د انجنیرۍ صنفونه د اردو یو له بنسټیزو صنفونو څخه دي, چې محاربوي دندو په دوام مهمې او موثرې وظیفې په غاړه لري."

د انجنیرۍ نوي رییس برید جنرال مرزا محمد ډاډ ورکړ, چې د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز اوامر او دندې به په پوره ژمنتیا او ریښتینولۍ سره په هر وخت کې د خپلو خلکو چوپړ له پاره تر سره کوم.

همدا راز د پوځ لوی درستیز د انجنیرۍ لوا منسوبین او مسولانو ته د لا زیاتو هڅو او په ورسپارل شوو دندو او مسؤلیتونو کې په لا ښه تر سره کیدو باندې ټينګار وکړ.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 4:41 PM
Background image

Acting Minister of National Defense Meets with Uzbekistan’s Delegation

Alhaj Mullah Mohammad Yaqoob Mujahid, Acting Minister of National Defense, held a meeting in his office today with General Kurbannov Bakhodir, Head of Uzbekistan’s Intelligence Agency,. . .

Sun, Jan 26 2025 6:10 PM
Background image

The Acting Minister of National Defense Met with The Iranian Foreign Minister and his Accompanying Delegation

Mawlawi Mohammad Yaqoob “Mujahid,” Acting Minister of National Defense, hosted Iranian Foreign Minister Sayed Abbas Araghchi along with his delegation in his office today.

During the. . .

Thu, Jan 23 2025 3:44 PM
Background image

The Deputy Ambassador of Qatar met with the Defense Minister of the Islamic Emirate of Afghanistan.

Mawlawi Mohammad Yaqoob "Mujahid" Minister of National Defense of the IEA, received the Deputy Ambassador of Qatar, Mr. Murdaf al-Qashouti, at his office in Kabul today.

He appreciated. . .

BACK TO NEWS