تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۱ طالبان ووژل شول او ۱۰۲ نور ټپیان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۸۱ طالبان ووژل شول او ۱۰۲ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۲۷ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد، لغمان، پکتیا، مېدان وردګ،اروزګان، نیمروز ، بادغیس،سرپل او هلمند ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.