تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۱ طالبان ووژل شول او ۱۰۲ نور ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۸۱ طالبان ووژل شول او ۱۰۲ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۲۷ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، لغمان، پکتیا، مېدان وردګ،اروزګان، نیمروز ، بادغیس،سرپل او هلمند ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.