د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء کندهار ولایت ته ولاړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء له غزني وروسته نن کندهار ته ولاړ, د دفاعي او امنیتي ځواکونو له سرښندنو او لاسته راوړنو یې قدردانی او د ۲۱۵ اتل قول اردو قوماندان برید جنرال شفیق الله رسول زي ته یې د تورنجنرالۍ رتبې ترفیع او د کندهار د هوایي لوا قوماندان ډګروال فضل کریم فقیر ته یې د برید جنرالۍ ترفیع تفویض کړه.
د وسلوال پوځ لوی درستیز وویل:"د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ورورستیو عملیاتو کې ترهګرو ته ډېر درانه تلفات واوښتل, ترهګریز پلانونه یې له ماتې سره مخ شول او همدا اوس د پرمختګ په حال کې دي."
د وسلوال پوځ لوی درستیز د کندهار ولایت له پاره نوي امنیتي پلانونه وارزول او لارښوونه یې وکړه, چې د خلکو امنیت د ټېنګښت او ساتنې په موخه خپل کوښښ لاپسې زیات کړي.