د وسلوال پوځ لوی درستيز د شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې د ټپیانو او ناروغانو څخه لیدنه وکړه
د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستيز الحاج قاري محمد فصیح الدین"فطرت" په داسې حال کې چې ورسره د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او ډاکټرانو هم ملتيا کوله، د کندهار ولايت د وروستۍ پېښې له ټپیانو او نورو ناروغانو سره د شهيد سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې وکتل.
د وسلوال پوځ لوی درستیز د پېښې ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله وکړه؛ او د عامې روغتیا له مسؤلينو او ډاکټرانو څخه یې وغوښتل؛ چې د دوی روغتیایې ستونزو په هواري کې له هیڅ ډول هڅې ډډه ونه کړي.
همدا راز د ملي دفاع وزارت د استخباراتو معاونیت مرستیال ملا حیات الله اخند ( حاجی ماما ) هم د یادو ټپیانو عیادت وکړ، په پای کې یادو مسؤلینو له ټپیانو سره نغدي مرسته هم وکړه.