د حضرت معاذ بن جبل(رض) د ملي نظامي اکاډمۍ قوماندانۍ خبرتیا!

web_admin

د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) ملي دفاعي پوهنتون د ملي نظامي اکاډمۍ د (۱۴۰۳ ه.ش تعلیمي کال د (۱۹) دورې لپاره په لاندې شرایطو کې محصلین مني:

د نوم لیکنې شرایط:

- هغه کاندیدان چې د دولسم ټولګي څخه په ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ ه.ش کال کې فارغ او د پوهنې وزارت تاييد ولري.

- د کاندید عمر باید له (۱۸ څخه تر ۲۲ کلونو) زیات یا کم نه وي، د تابعیت اصلي تذکره ولري، ښه روغتیا او قد ولري، مجرد وي، په نشه یي توکو روږدی نه وي، په سیاسي یا جنایي جرم تورن نه وي، د اسلامي امارت او ملي نظامي اکاډمۍ له ټولو نافذه قوانینو سره سم عمل کوي، د نمرو فیصدي یې باید له ۸۰٪ څخه کمې نه وي، او د افسر په توګه خپل اوږد مهاله خدمت ته ژمن وي.

- د حربي ښوونځۍ فارغان کولی شي د ملي دفاع پوهنتون او حربي ښوونځۍ مرکزي دفتر څخه د ټاکل شوي فیس په ورکولو د ازموینې فورمه واخلي.

- وړ نوماندان کولای شي چې د روان کال د حوت له لومړۍ نېټې څخه د ۱۴۰۲هـ.ش د حوت تر ۱۵مې نیټې پورې د خپلو اړوندو قوماندانيو مرکزونو او زونونو د جلب او جذب مرکز څخه د کانکور ازموینې لپاره د داخلې فورمې ترلاسه کړي او همدارنګه څلور قطعې رنګه عکسونه چي د شاه ساحه یي سپينه وي. د دولسم ټولګي شهادت نامه، د تذکرې رنګه کاپي د خپل اړوند ولایت د استخدام جلب او جذب قوماندانۍ ته وسپاري.

په ملي نظامي اکاډمۍ کې د زده کړو ګټې:

- په ملي نظامي اکاډمۍ کې د زده کړې موده څلور کاله ده او د تحصیلي دورې له بشپړولو وروسته محصل ته دوهم بريدمن او د لیسانس سند ورکول کیږي.

- د زده کړې په جریان کې، زده کوونکو ته مناسب معاش (د تعلیمي کال له اړخه)، خواړه،قرطاسیه، د مطالعې مواد، روغتیایي خدمتونه او نور.... چمتو کیږي.

- د ملي نظامي اکاډمۍ زده کوونکي د خپلو زده کړو په جریان کې، د نظامي زده کړې او روزنې په برخه کې په لاندې اکاډمیکو برخو کې په ټاکل شوي مسلکونو کې د پرمختګ سربیره (سیول انجینري، حقوق، کمپیوټر ساینس، میخانیکي انجینري، اقتصاد، مدیریت او رهبري، ستراتیژیک تاريخ، نړیوالې اړیکې، انګلیسي او فرهنګ) تدریس کیږي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندې شمېرو اړیکه ونیسئ او یا هم د ملي دفاع وزارت ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ:

0202634066
0202634085
0202634042
0202634075

Latest announcements

Wed, Oct 14 2020 10:52 AM
Background image

Two ANA Mil Mi-17 helicopters crashed due to technical issues while they were taking off in Nawa district of Helmand province

Two ANA Mil Mi-17 helicopters crashed due to technical issues while they were taking off in Nawa district of Helmand province, around 01:15 AM last night.

Unfortunately, 9 individuals . . .

Sat, Sep 19 2020 8:30 PM
Background image

Ministry of Defense statement on airstrikes in Khan Abad, Kunduz

This morning, Taliban fighters attacked ANDSF positions in "Nikapaye Sayed Ramazan" area of Khan Abad district in Kunduz province. ANDSF intercepted the attack in accordance with . . .

Back to announcements