د ۲۰۷ الفاروق قول اردو اړوند ۱۲۰ تنه سرتیري د عسکرۍ لومړنیو زده کړو څخه فارغ شول

web_admin

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو دریمې لواء څخه ۱۲۰ تنه سرتیري د پوځي او نظامي زده کړو د یوې دورې له بشپړولو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د دغو تازه فارغانو د فراغت مراسم د دریمې لواء قوماندان، مسؤلینو او نورو مجاهدینو په ګډون ترسره شول؛ مسوولینو په خپلو خبرو کې فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ هغوی ته سپارښتنه وکړه چې د احکامو اطاعت ترڅنګ خلکو او اسلامي نظام ته ښه خدمت وکړي.

دغه منسوبین به په اړونده قطعه کې د لومړني کورس له پای ته رسېدو وروسته د قول اردو په ښوونیزو مرکزونو کې خپلو پوځي او مسلکي زده کړو ته دوام ورکړي.