د وسله والو ځواکونو ستر درستيز د بدخشان ولايت له اشکاشم ولسوالۍ څخه تر واخان پورې د سړک جوړولو کار پرانیستنه وکړه

د هیواد د وسله وال پوځ ستردرستیز حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت د انجنیرۍ رئیس مولوي نصرالله "منصور"، د ۲۱۷ عمري او د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندانانو یې بدخشان ولایت ته په سفر کې ملتیا کوله د دغه ولایت د اشکاشم ولسوالۍ تر پامیر (واخان) څخه د لویې لارې د جوړولو کار یې پرانیسته وکړه.
ستر درستیز د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د واخان – پامیر لویې لارې بیارغونه په هیواد کې د سوداګرۍ په برخه کې مهمه وبلله او ویې ویل: دغه لار لوی او کوچني پامیرونه د بدخشان ولایت مرکز سره نښلوي او چارې یې د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ تر څارنې لاندې دي او تخنیکي ټیمونه به یې په پوره ایماندارۍ او امانتدارۍ سره تطبیق او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو د اوږدمهاله ستونزو د حل او د ژوند د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ له پاملرنې خوښي څرګنده کړه.
د ملي دفاع وزارت مسلکي او تخنیکي ټیمونه ژمن دي چې د دې پروژې په پلي کولو او بشپړولو سره به د دې لویې لارې لیرې پرتې ولسوالۍ او کلي د بدخشان ولایت له مرکز سره ونښلوي او د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې لازمې اسانتیاوې د هیواد شمال ته برابرې کړي.