د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ۲۰۵ البدر قول اردو له څلورمې لوا څخه لیدنه وکړه

web_admin

د ا.ا.ا د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج الدین "حقاني" د ارزګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۵ البدر قول اردو له څلورمې رواحه لوا او د هغه ځای د کنډک له قوماندانانو سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې الحاج خلیفه سراج الدین "حقاني" د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د قدردانۍ ترڅنګ زیاته کړه " موږ د موقف لپاره قرباني نه ده ورکړې بلکې زموږ هدف د اسلامي ارشاداتو د ساتنې او په هیواد کې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره قرباني ورکړې ده" تاسو له ناوړه فکرونو څخه چې د اسلامي نظام د نابودۍ سبب ګرځي پرهیز وکړئ او له صبر او زغم څخه کار واخلئ.