په ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو کې ۲۷ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو دوهمې پلې لوا په قرارګاه کې د توپچي له دوه میاشتني مسلکي زده کړو څخه ۲۷ تنه مجاهدین نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ګڼ شمېر مسؤلینو، مشرانو او مجاهدینو ګډون درلود.
مسؤلینو په غونډه کې هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه، چې هیواد د دښمنانو پرضد لکه د ډال په څېر کلک ودریږئ او د خپل ولس ساتنه وکړئ.
همدا راز فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ چې د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت څخه به په هر ډول شرایطو کې دفاع کوو او هېچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ د هیوادوالو ژوند نارامه کړي.