د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب عمومي قومندانۍ لپاره مرستیال او رئیس ارکان معرفي شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید له مخې او د چارو د لاښه سمون په موخه مولوي احمدالله "محمود" د جلب و جذب قومندانۍ مرستیال او د یادې قومندانۍ مخکینۍ مرستیال مولوی سحرګل " حقبین" د رئیس ارکان په توګه ټاکل شوي وو، نن د یاد وزارت د دفتر رئیس مولوي خان محمد "نصرت" له لوري رسماً معرفي او پخپل کار پیل وکړ.

دغه معرفت غونډه کې د ملي دفاع وزارت یو شمېر مشرانو او د جلب و جذب قومندانۍ مسؤلینو او مجاهدینو ګډون درلود.

مسؤلینو نوي تاکل شوي مسؤلین خپلو مسؤلیتونو ته د متوجې کېدو ترڅنګ هر اړخیزې ویناوې وکړې، په پای کې ټاکل شویو کسانو د ښه خدمت کولو ډاډ ورکړ.