د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د نهم تلين په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلاميه

نن يک شنبه ۱۴۴۳/۹/۲۳ هـ ق او ۱۴۰۱/۲/۴ هـ ش د اسلامي امارت د بنسټګر، ثالث عمر، اميرالمؤمنين، مرحوم ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله له نهم تلين سره برابر دی.
اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د اسلامي امارت بنسټګر هغه څوک دی چې خپل ټول توان، استعداد او واکمني يې د الله په دين قربان کړل.
هغوی نهه کاله دمخه په همدې ورځ له دې فاني نړۍ خدای پاماني اخستې وه.
نوموړي په خپل ژوند کې د افغانستان او مسلمانانو لپاره داسې څه وکړل چې د اسلامي تاريخ په تېرو لنډو لسيزو کې یې بېلګه نه موندل کيږي.
ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د لومړي ځل لپاره د هغو فتنو ريښې له منځه يووړې چې د کومو پر اساس افغانان سره وېشلي وو، ټول ژبني، کلتوري، سمتي، قومي او مذهبي توپيرونو پرته يې ټول افغانان د يو نظام تر چتر لاندې راټول کړل او له کلونو بې امنيو وروسته يې سرتاسري امنيت تامين کړ.
نن ورځ ټول ملت که يو لور ته د هغوی د نه شتون دردوونکی احساس کوي خو بل لور ته د هغوی له سيرت او وړاندوينو څخه الهام اخلي او خپلو ورکو هيلو ته رسيږي.
دقيقاً هغوی چې د ظلم او فساد په وړاندې کوم جهاد پيل کړی و نن يې له مړينې نهه کاله وروسته هغه پیل شوی مبارزه د نړۍ ستر ابر قدرت ناټو او امريکا په وړاندې په دويم ځل بريالی کيږي.
له شک پرته د بشپړ اسلامي نظام حاکميت، د اشغالګرو له يرغل څخه د هيواد ازادي، د سرتاسري امنيت تامين، پرمختګ، د مخدره موادو پر ضد مبارزه ټول د سترمجاهد، د خپلواکۍ اتل، اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله له ارمانونو څخه دي چې نن ورځ د الله په مرسته، قوي ايمان، استقامت، قربانۍ او زغم ترلاسه شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مشرتابه د مرحوم اميرالمؤمنين لاره پل په پل تعقيبوي چې د اسلامي نظام ساتنه، امنيت تامينول، د اولس خدمت او اجتماعي عدالت د هغوی له نهم تلين سره سم اوس هم پلي شوي دي او ادامه به لري.ان شاءالله