د ملي دفاع وزارت سرپرست د څلور سوه بستريز روغتون څخه ليدنه وکړه
مولوي محمد يعقوب "مجاهد" د ملي دفاع وزارت سرپرست د ۴۰۰ بستريز روغتون څخه ليدنه وکړه، د ستونزو او وړانديزونو د اورېدو ترڅنګ يې علمي او جراحي کادرونه په نغدي ډاليو ونازول او د ياد روغتون له ډاکټرانو او کارمندانو سره يې هم خپله خواخوږي څرګنده کړه.