د پکتیا د ولایت په مقام کې د صفونو د تصفیې کمېسیون غونډه وشوه
د ملي دفاع وزارت د سرمفتش او د صفونو د تصفیې کمېسیون د مسؤل محترم مفتي لطیف الله حکیمي صاحب په مشرۍ چې د سر مفتشیت، مرستیال مولوي حمدالله منصوري صاحب، دصفونو د تصفیې د کمېسیون مرستیال او د استخباراتو د لوی ریاست ددفتر رئیس مولوي عبدالله غزنوي صاحب او د یاد کمېسیون د سمع شکایاتو د مسؤل مولوي صبغت الله لطیفي صاحب په ګډون لوړپوړی پلاوی د پکتیا مرکز ګردیز ښار ته ولاړ.
د پکتیا د ولایت په مقام کې د ياد ولايت د مرستيال والى او سر پرست مولوي احمد طه صاحب ، د پکتیکا د امنیه قومندان مولوي عبدالقیوم هلال صاحب، د پکتیا ولایت د استخباراتو مسؤل مولوي لیاقت عمر، اداري مولوي ابراهیم، د ښرنې د استخباراتو مدیر مولوي احسان الله حماد، د لوګر د استخباراتو مسؤل مولوي شفیع الله، اداري میرویس، د خوست ولایت د استخباراتو مسؤل مولوي ناصر، په ګډون د زون اړوند د ټولو ولایتونو د والي صاحبانو او نظامي ارګانونو له نماینده ګانو سره خصوصي مجلس او بیا تالار کې عامه جلسه چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه،
د صفونو دتصفیې د کمېسیون مشرانو، علماء کرامو او د پکتیا مرستیال والي صاحب د صف د تصفيې د موضوع په اړه ویناوې وکړې.
وروسته دیاد کمېسیون طرزالعمل او دصفونو دتثبیت پاڼې او همداراز دکمېسیون لخوا څخه دصفونو دتصفیې دکار دپیل په اړوند د جنوبي زون پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر دولایتونو له نماینده ګانو سره دنظرونو تبادله وشوه
او د یاد زون د ولایتونو لپاره دیاد کمېسیون تشکیل جوړ او دکار لپاره ټولو ولایتونو ته تشکیل شو
دکمېسیون دڅانګو مسؤلینو ته لازم امکانات په واک کې ورکړل شول. غونډه د طرزالعمل او د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.