د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د اختر په لومړۍ ورځ د شهید سردار محمد داود خان د څلور سوه بستریز روغتون ناروغانو پوښته وکړه او ډاډ یې ورکړ

s.mohmand
Tue, Jul 20 2021 10:45 PM
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د اختر په لومړۍ ورځ د شهید سردار محمد داود خان د څلور سوه بستریز روغتون ناروغانو پوښته وکړه او ډاډ یې ورکړ

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ډاکټر نجیب الله "وردګ" دلوی اختر په لومړۍ ورځ د دې وزارت له رییسانو سره د سردار محمد داود خان څلور سوه بستریز روغتون ته ولاړ او ناروغانو سره یې له نږدې وکتل او نقدي مرسته یې ور سره وکړه.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د سردار محمد داود خان څلور سوه بستریز روغتون کې د دفاعي ځواکونو ناروغانو سره په لیدنه کې وویل: د ملي اردو ځواکونو ملاتړ او وړاندیزونو ته رسیدنه د ملي دفاع وزارت د کاري لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې به د هیڅ ډول کوښښ څخه ډډه ونکړي.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د سردار محمد داود خان څلور سوه بستریز روغتون رهبرۍ هیت د دفاعي ځواکونو منسوبینو د روغتیایې ښه چوپړ په برخه کې د نه ستړي کیدونکي هلوځلو څخه قدر دانی وکړ.

همدا راز په سردار محمد داود خان څلور سوه بستریز روغتون کې د ملي اردو ټپيانو د ملي دفاع وزارت د همیشه پوښتنې او اړتیاوو ته د رسیدنې له امله ترې مننه وکړه.

Latest news

Wed, Feb 24 2021 5:32 PM
Background image

The US donates 640 new military vehicles to the Ministry of National Defense!

The US transferred 640 new military vehicles to Afghan National Army, Ministry of National Defense Logistics Command. 

Wed, Feb 10 2021 2:36 PM
Background image

330 soldiers, sergeants and officers graduated from the commando school in Kabul!

Over 330 soldiers, sergeants and  officers were graduated from the commando school in Kabul today...

Mon, Feb 08 2021 1:44 PM
Background image

First Deputy Minister of Defense meets with the Ambassador of Norway! 

First deputy ministry of National Defense Shah Mahmood Miakhel met and discussed with the Ole Andreas Lindeman Ambassador of Norway & Norway's military attaché in Kabul...

BACK TO NEWS