د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر “د سرتېري اختر” پکتیا ولایت کې د دفاعي او امنیتي ځواکونه سره ولمانځل
د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال بسم الله “محمدي” نن ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکو، د دفاعي او امنیتي ځواکونو، ملکي چارواکو، علماوو، سپین ږېرو، قومي مشرانو، سرتېرو، برېدملانو او افسرانو سره د سرتېري اختر ولمانځه.
همداراز د ملي دفاع سرپرست وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي پکتیا ولایت کې ارشد امنیتي مسولینو، نظامي شورا سره یو ځای امنیتي وضعیت ارزونه وکړه او د لاښه امنیت ټینګولو په موخه یې لازم هدایت ورکړ او ډاډ یې ورکړ چې د تېر په څېر د هېواد د دفاع او امنیت لپاره ژمن دی.
همدا شان د ملي دفاع وزارت سرپرست د دفاعي او امنیتي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو قدرداني وکړه او سږ کال د سرتېري اختر دنوم په نومولو سره افغان ځواکونو او کورنیو ته یې مبارکي وویله.