د دولتي سرچینو ناوړه ګټه اخستنه فساد دي موږ د فساد له منځه وړلو لپاره باید له ځانه پیل وکړو

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال، د شتمنیو د ثبت بررسۍ رییس، جنرالانو، افسرانو او د ملي اردو منسوبینو په ملي دفاع وزارت کې د شتمنیو د ثبت پروسې، ظرفیت لوړلو او د راپور ورکولو د څرنګوالي په موخه درې ورځنی سیمینار تر سره شو، ګډون کړی وو.
په دې محفل کې؛ د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د خلکو باور په حکومت او د هېواد په دفاعي او امنیتي ځواکونو د شفافیت او د اداراتو د مسؤلانو د حساب ورکونې پورې تړلی یاد کړ، او د دې مطلب په څرګندلو سره یې وویل: تر هغه وخته چې د فساد پر وړاندې مبارزه له خپل ځانه پیل نه کړو، موږ به و نه توانیږو چې یوه سالمه، ځواب ویونکې او باوري اداره ولرو.
لومړي مرستیال، فساد د لاملونو څرګندولو په دوام زیاته کړه:" په ادارو کې د باور او کاري ژمنې را منځه ته کول د حکومتدارې یو مهم اصل دی او موږ دا اصل بنسټیز کوو."
همدا راز د شتمنیو د بررسۍ رییس عبدالودود بشریار په دولتي دفترونو کې د شتمنیو د خپرولو او ثبت پروسې د پلي کیدو، اهمیت او څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه:"د دې ملي پروسې په پلي کیدو سره نه یوازې په دفترونو کې د فساد مخه نیول کیږي؛ بلکي د میلونونو افغانیو د تیښتې مخه به هم ونیول شي. همداراز، ښاغلي بشریار ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "دولتي اشخاص چې نه غواړي خپلې شتمنۍ ثبت کړي څارنوالۍ ته به ور وپیژندل شي."
د پوهاوي دغه سیمینار د ولسمشرۍد چارو د ریاست په همکارۍ د ملي دفاع وزارت سرمفتشیت له خوا تنظیم شوی او درې ورځې په دې وزارت کې دوام وکړ.