د ۲۱۵ ميوند قول اردو د دریمې لوآ د قوماندان د مړینې په تړاو د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ د خواخوږۍ پیغام

انا لله و انا الیه راجعون
د ملي دفاع وزارت رهبرۍ په ډېرې خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د ۲۱۵ میوند قول اردو د دریمې لوآ قوماندان ډګروال محمد داوود "ناصري" د ورپېښې ناروغۍ له کبله، متاسفانه نن خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ملي دفاع وزارت رهبرۍ، د ډګروال محمد داوود "ناصري" مړینه د ده محترمې کورنۍ او دوستانو ته تسلیت وایي، د مرحوم لپاره د جنت الفردوس او د محترمې کورنۍ او دوستانو لپاره یې د جمیل صبر او عظیم اجر هیله کوي.
روح یې ښاد یاد یې تل پاتې