خبرپاڼې
غزني کې دفاعي او امنیتي ځواکونو ۵ طالبان ووژل
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د غزني ولایت اب بند او قره باغ ولسوالیو کې طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.
په پایله کې ۵ طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.
غزني کې ۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د غزني ولایت مرکز"کلان" ارزو کلي کې طالبان په نښه کړل.
په پایله کې ۵ طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
کومانډویانو ۲۸ ملکي کسان د طالبانو له زندانه آزاد کړل
تېره شپه د کومانډو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالۍ اړوند سېمه کې هدفمند عملیات تر سره کړل.
د دغه عملیاتو په پایله کې ۲۸ ملکي کسان چې د طالبانو سره زنداني وو، آزاد کړل.
هلمند کې القاعده د ۵ غړو په ګډون ۱۳ ترهګر ووژل شول
هوایي ځواکونو د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ کې پر ترهګرو هدفمند بریدونه تر سره کړل.
چې په پایله کې د هند شبه جزیرې له پاره د القاعده ۵ غړو په ګډون ۱۳ ترهګر ووژل شول.
غور کې دفاعي او امنیتي ځواکونو د طالبانو په تجمع باندې برید وکړ
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د غور ولایت مرکز فیروز کوه کې د طالبانو یوه تجمع په نښه کړه.
په پایله کې ۲ طالبان ووژل شول د طالبانو یوه سرګروپ" فاروغ" په ګډون ۴ نور ټپیان شول.
بلخ کې هوايي قواوو د طالبانو په یوې غونډې باندې برید وکړ
تېره ورځ هوايي قواوو، دبلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د طالبانو یوه غونډه په نښه کړه.
دغو بریدونو په پایله کې ۳ طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.
لغمان کې ۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۳ طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.
ملي دفاع وزارت د ملي اردو شهیدانو د محترمو کورنیو لپاره د مرستو لوی پروګرام دوهم پړاو په # لغمان کې پیل کړ
ملي دفاع وزارت د ملي اردو شهیدانو له محترمو کورنیو سره د مرستو لوی پروګرام په چوکاټ کې د #لغمان په ولایت کې د خوړو توکو بستې وویشل شوې.
ارزګان کې ۶ طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعيٍ، امنیتي ځواکونو او د هوايي قواوو په ملاتړ، د ارزګان ولایت خاص ارزګان او دهراود ولسوالیو کې طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۶طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.