هلمند کې ۴۳ ترهګر طالبان ووژل شول
د دفاعي او امنيتي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه دبشران او بولان اړوند سیمو کې ترهګرو طالبانو مرکزونو او تجمع باندې عملیات ترسره کړل.
پایله کې ۲۴ طالبان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.
د دې په خواکې تېره ورځ یاد ولایت نهر سراج ولسوالۍ او ۶۰۱ نمبر اوږدې لارې اړوند سیمې کې دفاعي امنیتي ځواکونو د طالبانو تجمع په نښه کړه.
چې په پایله کې ۱۹ ترهګر ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.
همداراز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
دهلمند ولایت ټولو سیمو کې د ترهګرې او تروریزم پروړاندې تصفیوي عملیات دوام لري.