خبرپاڼې
کندز کې د طالبانو نفودي کسان ونیول شول
د غو نفوذي کسانو د سپین ګیرو او مخور په نوم د دفاعي او امنیتي ځواکونو سره خبرې کولې ترڅو یوه امنیتي پوسته چې د کندز ولایت مرکز اړوند «کله ګاو» سیمه کې له جنګ پرته طالبانو ته پریږدي.
غزني کې ۱۰ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ اړوند «چهار دیوار» سیمه کې پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.
لوګر کې د هوايي برېد په ترڅ کې ۵ طالب ترهګر ووژل شول
تېره شپه هوايي ځواکونو د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۵ طالب ترهګر ووژل شول او وسلې او مهمات یې له منځه یوړل شول.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۴ طالبان ووژل شول او ۱۰۳ ټپیان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۳۴ طالبان ووژل شول او ۱۰۳ ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
هرات کې ۵۰ طالب ترهګر ووژل شول
تېره شپه هوايي ځواکونو د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ اړوند «رباط نهال» سیمه کې د طالب ترهګرو په یو موټر بم او تجمع هدفمند برېدونه وکړل.
چې په پایله کې ۵۰ طالب ترهګر ووژل شول.
کندهار کې ۴ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۴ طالب ترهګر ووژل شول او ۲ تنه نور ټپیان شول.
سمنګان کې ۱۴ طالب ترهګر ووژل شول
تېره شپه هوايي ځواکونو د سمنګان ولایت فیروز نخچیر ولسوالۍ اړوند «قوشمل» کلي کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۴ طالب ترهګر ووژل شول.
هلمند کې طالبانو د یو کلیدي قوماندان او ۲ پاکستاني تروریستانو په ګډون ۲۴ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هلمند ولایت ګرمسیر او ناوې ولسوالیو اړوند پر طالب ترهګرو چاڼیزو عملیات تر سره کړل.
پکتیکا کې ۳۵ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د پکتیکا ولایت سرحوزې ولسوالۍ اړوند «ګلردین» او «کجکي» سیمو کې پر طالب ترهګرو چاڼیزو عملیات تر سره کړل.