۲۳ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۳ ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۸ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي.
افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۱۸ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۲۳ ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی.
دا عملیات د هېواد په ۸ ولایتونو کې تر سره شوي.
غزنی- قره باغ او خوګیاڼیو ولسوالیو کې د هوايي برید په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.
لوگر- پل علم بیدک کلي کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.
پکتیکا- احمدخېلو ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
تخار- اشکمش ولسوالۍ کې د ملي پوځ د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او ۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
میدان وردک- سیدآباد ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
زابل- مرکز اړوند سیمو کې د ځوابي ډزو له امله یو شکمن کس نیول شوی دی.