۲۹ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۷ ځانګړې کوماندويي دندې او ۸ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۹۸ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۲۹ ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
دا عملیات د افغان هوايي ځواکونو لخوا د تخار، هلمند، میدان وردګ، لوګر، ننګرهار، کنړ، غزني، فراه، غور، بادغیس او فاریاب په ولایتونو کې د غوڅ ملاتړ په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:
تخار- په اشکمش ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- په نهر سراج او کجکي ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي دي.
میدان وردګ- په نرخ او سیدآباد ولسوالیو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او د دښمن یوه واسطه په بشپړه توګه له منځه وړل شوې ده.
لوګر- په پل علم ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې د یو تن وتلي قومندان او د حقاني د شبکې د اکمالاتي مسوول په ګډون ۳ تنه ترهګر وژل شوي، موټرسایکل له منځه وړل شوی، د مبایل ۶ سېټونه، ۳ جلده پېژند پاڼې او ځینې اسناد د افغان ځواکونو لاسته راغلي دي.