په ٢٠٩ الفتح قول اردو کې لسګونه نظامي وسایط او ګڼ شمېر وسلې ترمیم شوې

web_admin

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو د انجینرۍ ټیم پرسونل له لوري لسګونه نظامي وسایط او زیات شمېر ثقیله وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوې.

په دغو وسایطو کې ۱۳ عرداې ضربتي ټانګونه، ۳عرادې همرب ټانګونه، ۱۷ عرادې هاموي ټانګونه، ۱۵عرادې رینجر موټر او ۵ میله دافع هوا شاملې دي.

همدارنګه هغه انجنيرانو چې په هڅو یې یاد وسایط جوړ شوي وو، د ملي دفاع وزارت د اسلحې او تخنیک ریاست د رئیس الحاج سيدعلاوالدين آغا له لوري په نغدي جایزو سره وستایل شول.