د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۲۲۳ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ايزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو څخه ۲۲۳ تنه ځوان منسوبین د توپچي، مخابرې، نښه ويشتلو او سرحدي کورسونو له فوق العاده مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد"حمیدي"د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله"مدني"ګڼ شمېر مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي باز محمد"حمیدي"د وینا پر مهال دفاعي ځواک د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتونکي ياد کړل او زیاته يې کړه : «هغه پوځ چې په فکري او مسلکي زده کړو سمبال وي؛ کولائ شي په هر ډول شرایطو کې د جګړې د ډګر ګټونکی شي، تقوا غوره کړئ، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په موخه مسلکي زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړئ.  

ورته مهال نویو فارغانو مسؤولینو ته ډاډ ورکړ چې د ترلاسه کړو مسلکي زده کړو او قوي ایماني جذبې پر مټ د هیواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په مېړانه ساتنه کوي.