د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون څخه دری تنه مجاهد پیلوټان فارغ او ۱۲۰ تنه نوي ځوانان جذب شول

web_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۶:۵۵
د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون څخه دری تنه مجاهد پیلوټان فارغ او ۱۲۰ تنه نوي ځوانان جذب شول

د ملي دفاع وزارت اړوند د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون څخه دری تنه مجاهد پیلوټان له مسلکي، نظري او عملي زده کړو څخه وروسته نن د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت"، د کورنیو چارو سرپرست الحاج خلیفه سراج الدین "حقاني" د سرحدنو او قبایلو چارو سرپرست الحاج ملا نورالله "نوري"، دلوړو زده کړو سرپرست شیخ ندامحمد "ندیم" او د ملي دفاع وزارت سرمفتش په حضور کې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ او خپل عملي پروازونه یې په بریالیتوب سره تر سره کړل.

همدا راز د هوایي ځواک او مدافعه هوایي پوهنتون چې د ملي دفاع وزارت رهبرۍ په هڅو پیل شو ۱۲۰ تنه هیوادوال د پیلوټي زده کړو لپاره چې د آزموینې پروسه یې مخکې ترسره شوې وه د څلور کلونو لپاره جذب شول چې په دغو کسانو کې ۸۰ تنه پیلوټان، ۲۵تنه انجینر پیلوټان او ۱۵ کشاپ پروازي پیلوټان شامل وو، درسونه یې رسماً پیل شول.

د کورنیو چارو وزارت وزیر الحاج خلیفه صاحب پخپلو خبرو کې وویل: الحمدلله زموږ هوایي ځواک ورځ په ورځ پخپلو چارو کې خپلواک کیږي، تاسو کوشش وکړئ خپلې زده کړې په صحیح ډول وکړئ، هېڅکله مه بې حوصلې کېږئ، خپلو هیوادوالو ته لاس ورکړئ او متحد شئ او کوم پیلوټان وروڼه چې بهر ملکونو ته تللي، هغوی ته زموږ غېږه خلاصه ده دوی کولای شي چې خپل هیواد ته راشي او هیوادوالو ته خدمت وکړي.

د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" یادو پیلوټانو ته په خبرو کې وویل: په تېرو شلو کلونو کې د ځینو افغانانو اشتبهات وو چې دلته اشغال وو، د اسلامي امارت زعیم حفظه الله هغوی ته عفوه وکړه، نن ورځ زموږ هر هیوادوال کولای شي چې دلته خدمت وکړي او هیواد پخپلو پښو ودروي، مخکې د هیواد د نه پرمختګ اساسي علت داوو چې هیواد مو اشغال وو، زموږ اردو په واقعي توګه د هیواد ساتونکي دي موږ پرځان ستړیا راولو ترڅو هیوادوالو مو په آرامه ژوند وکړي.

غونډه یادو مجاهد پیلوټانو ته د بری لیکونو په ورکولو او دعایه کلام سره پای ته ورسېده.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته