د نوي نیکمرغه لمریزکال د رارسیدو په مناسبت د وسله وال پوځ لوی درستیز د مبارکی پیغام

zia_omid
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۹ - ۱۴:۴۳
پیام تبریکیه لوی درستیزقوای مسلح به مناسبت سال نو ۱۳۹۸خورشیدی

د ستردرستیزمشرتابه د (۱۳۹۸) لمریزکال د رارسیدوپه مناسبت خپلې نیکې هیلې اود زړه له کومی مبارکی تاسوجلالتماب د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهوررئیس اود وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان، د جمهوری ریاست محترمو مرستیالانو، محترم اجرائیه رئیس او مرستیالانو، د کابینی محترموغړو، د ملی شورا د دواړو مجلسونورئیسانو، محترمو جهادی رهبرانو، قاضی القضات، لوی څارنوال، د ملی دفاع وزارت محترم سرپرست وزیر، د ملی دفاع وزارت او ستردرستیز مرستیالانواورئیسانو، دملی اردو د قطعاتواو جزوتامونو، دښوونیزو اوتحصیلی مؤسیساتو، سرحدی ځواکونو،  زړه ورو او باتورو قوماندانانو، جنرالانو، افسرانو، بریدملانو، سرتیرو، د شیدانو معظمو کورنیواو ټولو هیوادوالوته وړاندی کوم د خدای ج له درباره هیله لرم چه دا نوی کال په هیواد کښی د تلپاتی سولې اوامنیت  پیلامه وی.

درنوجنرالانو، افسرانو، بریدملانو او اتلو سرتیرو!

زمونږ هیوادوال ویاړی، چه د دوی دفاعی او امنیتی ځواکونه د دی ملت د یوه عظیمې معنوي سرمایی په توګه وکولای شول؛ پدی وروستیو کی له سختو ازموینو څخه دلاسته راوړنو سره ووځی او د هیوادوالو ترڅنګ د نړیوالو د پام وړ وګرځی نن د دفاعی او امنیتی ځواکونو وړتیا د هیوادوالو  ذهن کی ځای نیولی او ټول ملت پدی ذهنیت سره چه زمونږ دفاعی او امنیتی ځواکونه نه مهاریدونکی ځواک دی او د دی وړتیا لری چه خپل د خاورې استقلال، تمامیت ارضی، دفاع په خپله وړتیا وکولای شی.

زه د افغانستان د مسلح قواوو د لوی درستیزپه توګه باوری یم چه تاسود دی توان لری تر څو د هیواد دښمنان په بشپـړه توګه محوه او له منځه یوسی اود یوه تلپاتی سولی او امنیت چه زمونږ هیوادوال یی په بی صبرۍ انتظار باسی ورسو.

ګرانو هیوادوالو!

لکه څرنګه چی په جریان کښی یاست  د دولت له مخالفینو  (افغانی طالبان) سره دسولې خبرې روانې دی چه  د هیوادوالو او بهرنی ملکونو له تود هرکلی سره مخ شو. هیله لرم چه دغه لړی چه زمونږ د ټول ملت غوښتنه هم ده په بری سره سرته ورسی تر څو زمونږ هیوادوال هم لکه د نورو ملکونو د وګړو په څیر په امن، سوله او ثبات کې په ارامه ژوند تیر کړی.

ستاسودفاعی او امنیتی ځواکونه ددی هیواد اصلی قهرمانان دی تاسو ولیدل چه د دی وطن د دښمنانواو د هغوی د بهرني ملاتړو او بادارانو خیال او خوبونه یی له خاورو سره خاوری کړل

ستاسو دفاعتی اوامنیتی ځواکونه له سره تیر او د وینی د رنګ په ټاکلو دخپلو مرګوني ګذارونو سره د دی هیواد د بقا او ازادۍ ملا تړي دي.

یوځل بیا هم ډاډ درکوو چه ستاسوامنیتی ځواکونه دهرډول حالاتو پر وړاندی تیاری لری ځکه باور ولری چه د دی جغرافیا اوافغانستان په نوم هیواد یواځینی ساتونکي همدغه ستاسو مشروع دفاعی او امنیتی ځواکونه دی.

په اخیر کې یو ځل بیا نوی لمریز کال ټولو هیوادوالو، دفاعي، امنیتي ځواکونو منسوبینو، دشهیدانو کورنیو او ستاسې له لاری ستاسو پتمنو کورنیو ته مبارکي وایم او د لوي څښتن تعالی څخه په هیواد کې د تلپاتي سولې او آرامۍ غوښتونکی یم.

د مسلحو قواوو لوي درستیز

ډګـرجـنرال بسم الله "وزیری"

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۲۲:۳۷
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

نن ورځ د مالیزیا هیواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر وکړ او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۲۲:۳۱
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر له هیواد څخه بهر میشتو هیوادوالو سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له یو شمېر هغو هیوادوالو سره چې په اروپا او ځینو نورو هیوادونو کې میشت دي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره هیواد ته. . .

بېرته خبرونه ته