د ٢٠١ خالد بن وليد قول اردو اړوند سرحدي ځواکونو له لوري د نشه يې توکو ٧ تنه قاچاقبران ونیول شول

web_admin

د ٢٠١ خالد بن وليد (رض) قول اردو، د عبدالله بن زبير (رض) لومړۍ سرحدي لواء بیداره منسوبینو د کشفي راپورونو پر بنسټ د ننګرهار ولايت دور بابا ولسوالۍ زرې خولې تر څېرمه ساحه کې (۷) تنه قاچاقبران له (۵۶) کلچې خام چرس چې (٦٦،٥) کیلو ګرامه کیږي، يوځای نيولي، چې له لومړنيو پلټنو وروسته قانوني مرجع ته وسپارل شول.

دغه کسان هغه مهال ونیول شول؛ چې غوښتل یې نشه يې توکي له فرضي کرښې پورې غاړې ته ولېږدوي.