په ۲۰۵ البدر قول اردو کې ګڼ شمېر بېلابیل ډول پوځي وسایط ترمیم شول
د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د درېیمې پلې ابودجانه لواء د تخنیک آمریت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري ۲۳ عرادې بېلابیل ډول پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
په ترمیم شویو وسایطو ڪې ۱۲عرادې انټرنېشنل، ۵ عرادې هاموې ټانګونه، ۵ ډمټرک موټر او یو زرهي دار ټانک شامل وو.