د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۲۸۲ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ايزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د بېلابېلو قول اردوګانو او قطعاتو څخه ۲۸۲ تنه ځوان منسوبین د توپچي له څلور میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه فارغ شول.
مسؤلینو پدې مراسمو کې د وینا پر مهال توپچي ځواکونه د پوځ د ملا تیر یاد کړ او هغه اردو چې مسلکي او پياوړي توپچي ځواکونه لري؛ د جګړې د ډګر ګټونکي بلل کېږي، همداشان لکه څنګه چې ظاهري دښمن لپاره جګړه ایز چمتووالی نیسو، نو اړ یو، باطني دښمن ته هم چې نفس او شیطان دي د قوي ایمان او تقوا پر مټ ماتې ورکړو .
ورته مهال نویو فارغانو د ملي دفاع وزارت مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د ترلاسه کړو مسلکي زده کړو او قوي ایماني جذبې پر مټ د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په مېړانه ساتنه کوي.