د ستردرستیز روغتیایي چارو قوماندانۍ اړوند ساحوي روغتون د متضرره هیوادوالو په خدمت بوخت دی

web_admin

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ اړوند ۵۰ بستریز ساحوي روغتون په بغلان او تخار ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو راوتلو په موخه متضرره هیوادوالو د ژغورلو لپاره خپل صحي ټیمونه سیمې ته استولي او هلته په خدمت بوخت دي.

دغه ټیمونه د عامې روغتیا صحي ټیمونو سره په همغږۍ تر اوسه پورې ۴۰۰ تنه ټپیان تداوي کړي چې ۳۰ تنه وخیم ټپیان یې د هلیکفترو پرمټ ۵۰ بستریز ساحوي روغتون ته لیږدولي چې اوس مهال یې وضیعت د ډاډ وړ ده.