د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۲۲۹ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت دبېلابېلو قطعاتو او سیمه ایزو قول اردو ګانو څخه ۲۲۹ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي او عقیدتي زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

مسؤلینو فارغانو ته د اطاعت په هکله هر اړخیزه ویناوې وکړې او زیاته يې کړه: د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ، د شخصي ګټو او غوښتنو پر وړاندې باید شریعت او د اسلامي نظام اصولو ته لومړیتوب ورکړو، ځکه دا نظام د الله ج امانت او آزموینه ده چې مونږ او تاسو ته راسپارل شوی ده.

ورته مهال نویو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی وښود، مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.