د ملي دفاع وزارت دفوټبال ټیم د حذفي جام فوټبال سیالۍ وګټله
د کابل په فدراسیون ریاست کې دیاد ریاست له لوري جوړ شوي ۱۴۰۲ ل.ل کال د حذفي فوټبال تورنمنټ د ملي دفاع وزارت د فوټبال ټیم یاده سیالي پخپل نوم کړه.
دغه سیالي چې د ۳۲ ټیمونو له لوري ترسره شوه د هلال احمر ټیم او د ملي دفاع وزارت ټیم پاینل ته ووتل چې نن د یاد وزارت ټیم مقابل هلال احمر ټیم ته د درې ګولونو پر صفر ماته ورکړه.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئیس حاجي عبدالجبار صدیقي، د فدراسیون رئیس مولوي احمدالله وثیق او ګڼ شمیر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.