د اسلحه او تخنیک ریاست څخه ۲۰ تنه منسوبین د ظرفیت لوړولو له کورس څخه فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د اسحلې او تخنیک ریاست له لوري د ظرفیت لوړونې له یو میاشتني مسلکي زده کړو څخه ۲۰ تنه منسوبین په بېلابیلو برخو کې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د اسلحې او تخنیک ریاست رئیس سید حاجي علاء الدین اغا یادو فارغانو ته د لازمو لارښوونو ترڅنګ زیاته کړه: خپل نیتونه مو خاص د الله ج د رضاء لپاره وګرځوی، خپلو کارونو ته متوجې شئ او کوم کارونه چې تر سره کوئ د عبادت په نیت یې ترسره کړې.

همدا راز یادو منسوبینو هم ژمنه وکړه چې خپل کارونه به نور هم په چټکۍ سره اجراکوو.