د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۴۳۳ تنه منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د سیمه ایزو قول اردوګانو او قطعاتو۴۳۳ تنه منسوبین د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د سرحدي فوق العاده درې نیم میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه په بېلابیلو څانګو کې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزرات د پرسونل او تعلیماتو معاونیت مرستیال مولوي باز محمد "حمیدي" او د یاد وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون درلود.

د تعلیماتو او پرسونل معاونیت مرستیال د وینا پر مهال وویل: درسپارل شوي مسؤلیتونه باید په ښه توګه سرته ورسوئ، د هیواد له سرحداتو څخه په ښه توګه ساتنه وکړئ، د خلکو پر وړاندې له نرمې لهجې او غوره اخلاقو څخه کار واخلئ.

مسؤلینو له فارغ شویو مجاهدینو څخه وغوښتل چې د سرحد ساتنې او سرحدې اصولو اړوند ترلاسه کړې زده کړي په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو  ته هم ور زده کړې. 

همدا راز فارغانو ژمنه وکړه چې اسلامي نظام ته د خدمت په موخه په هر ډول شرایطو او د هیواد په هر ګوټ کې دندې اجراء کولو ته چمتو دي؛ غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.