د ملي دفاع وزارت په مقر کې د هيواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د ګډ امنیتي پلان د ترتیب په موخه لومړۍ ګډه غونډه جوړه شوه

web_admin

د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د امنیتي پلان د چمتو کولو په موخه د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست د عملیاتي مسؤلینو په ګډون د لومړي ځل لپاره (له فتحې وروسته) د ملي دفاع وزارت مقر کې ګډه غونډه جوړه شوه. 

دغه امنیتي پلان چې د ملي دفاع وزارت ستردرستیز اوپراسیون ریاست له لوري چمتو او ترتیب شوی وو؛ د ملي دفاع وزارت کشف او استخباراتو رئیس مولوي معتصم، د ستردرستیز اوپراسیون رئیس مولوي نورالرحمن "نصرت"، د کورنیو چارو وزارت اوپراسیون رئیس مولوي سیف الله، د ستر درستیز دفتر رئیس مولوي محبوب الله "راسخ" او د اړوندو ملکي ادارو د استازو په ګډون ګډه غونډه وشوه.

په دې غونډه کې ویناوالو د ستردرستیز اوپراسیون ریاست د کړنو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت نظام په نه ستړې کیدونکې هلو ځلو او سرښندنو سره په لاس راغلی او بقا یې هم هلو ځلو او سرښندنو ته اړتیا لري، د نظام مسؤلین مکلف دي چې د هیواد د لا ښه امنیت د ټینګښت، د هیواد د پولو د ساتنې او د پردیو (دښمنانو)د شومو پلانونو په وړاندې پوره چمتووالی ولري؛ د اسلام او نظام دښمنانو په وړاندې موږ باید ځان چمتو کړو او دا تیاری یو مشخص پلان او تطبیق ته اړتیا لري.

د غونډې ګډونوالو زیاته کړه: چې د دې غونډې جوړېدل د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا د هیواد له بشپړې فتحې وروسته د لومړي ځل لپاره د هیواد د لا ښه امنیت د تأمین او د اړوندو ارګانونو تر منځ د ښې همغږۍ په ټینګښت کې خورا ارزښتناکه او اړینه وه.

د افغانستان اسلامي امارت د دفاعي، امنیتي او کشفي ارګانونو مسؤلینو او پوځي کارپوهانو په دې غونډه کې د نظریاتو له راټولولو وروسته د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د امنیتي برخې لومړیتوبونو له ټاکلو وروسته؛ همدغه پلان به د صلاحیت لرونکو مسؤلینو تر منظورۍ وروسته ساحوي قول اردوګانو او د ټولو ولایتونو امنیه قومندانۍ او استخباراتو ریاستونو ته تکثیر شي.