د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ کې د پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره بیلابیل سهولتونه برابر شوي

web_admin

ملي دفاع وزارت ته د کډوالو لپاره جوړ شوي عالي کمیسون لخوا د ورسپارل شوي مسؤلیت په دوام د ۲۰۳ منصوري قول اردو پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ کې د پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو لپاره په بیلابیلو برخو کې خدمات وړاندې کیږي؛ چې تر دې مهاله د یادې قول اردو منسوبینو له خوا د (۷۰) کورنیو څخه زیاتې کورنۍ د نظامي وسایطو په وسیله چې د ډنډ پټان ولسوالۍ له لارې بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي وو خپلو ولایتونو او ولسوالیو ته انتقال شوي او دا لړۍ دوام لري.

همدارنګه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د تازه راستنېدونکو افغانانو د اوسېدو لپاره لنډ مهاله او اوږد مهاله کمپونه او د لومړنیو مرستو کلينيکونه هم جوړ شوي ترڅو د راستنېدونکو افغانانو درملنه وکړي‌.

د یادونې وړ ده چې د ملي دفاع وزارت ټول منسوبین هڅه کوي ترڅو په ټولو ولایتونو کې د پاکستان څخه راستنېدونکو افغانانو لپاره په بیلابیلو برخو کې سهولتونه او لازم امکانات 
برابر کړي.