د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند دارالامان لومړۍ پلې لواء کې لسګونه عرادې وسایط ترمیم شول
د ملي دفاع وزارت اړوند د ۳۱۳ مرکزي قول اردو لومړۍ پلې لواء تخنیکي انجینرانو (۹۸) بېلابېل ډوله وسایط ترمیم کړي دي؛ دغو وسایطو کې ۴۵ هاموي ټانګونه، ١٣ ضربتي ټانګونه، ٢٥ انټرنیشل موټر، ٨ رنجر موټر ، ٢ ټیلر ، ٢ کرنګ، ٢ بیلډوزر او ١ فورکلفټ شامل دي.
د یادې لواء مسؤلین په وينا دوی د وسایطو ترمیم ته لازمه پاملرنه کړې ده؛ چې دا دي اوس لسګونه عرادې وسایط ترمیم او د ګټې اخیستنې وړ ګرځیدلي دي او لسګونه نور د ترمیم تر کار لاندې دي.