د ملي دفاع وزارت د مسلخ او تصدي ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو
د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید له مخې او د چارو د لا ښه سمون په موخه د حضرت ابو عبیده بن جراح ملی دفاع پوهنتون مخکنی قوماندان مولوي عبدالقیوم "الیاس" د مسلخ او تصدي ریاست لپاره ټاکل شوی وو، نن د منابعو د تنظیم ادارې رئیس مولوي صدیق الله "محسن" له لوري رسماً اړوند کارمندانو ته ور پیژندل شو.
دغه مراسمو کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمیر مسؤلینو ګډون کړی وو، مسؤلینو په وینا کې نوی رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو د بریالیتوب هیله وکړه، همدا راز نوي رئیس مسؤلینو ته د ښه خدمت کولو ډاډ ورکړ.