په تخار ولایت کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۷ عمري قول اردو د حضرت ابو عبیده بن جراح دویمې لوا دریم الفاروق کنډک د کشفي مجاهدینو له لوري د یو کشفي راپور پر بنسټ د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ په سیاب سیمه کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شول.

دغو وسلو کې یو میل روسۍ پیکا، یو میل کلاشینکوف، درې قبضې پاکستانۍ توپنګچې، پنځه حلقې لاسي بمونه او ګڼ شمیر نور مهمات شامل وو.