د ستردرستیز طبي علومو اکاډمۍ مسؤلینو میدان وردګو ولایت کې د ماتو هډوکو درملنې (ساین نیل سیټ) پروژه پرانیستله
د ملي دفاع وزارت ستردرستیز اړوند طبي علومو اکاډمۍ قوماندان له لوري د ماتو هډوکو اساسي درملنې (ساین نیل سیټ ) پروژه د میدان وردګو ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند ملکي روغتون کې پرانیستل شوه.
د پرانیستې دغو مراسمو کې د طبي علوم اکاډمۍ قوماندان بریدجنرال پروفیسور اسماعیل “وردګ”، د عامې روغتیا لومړي مرستیال، د ولایت رهبري او ګڼو مسؤلینو ګډون کړی وو.
مسؤلینو خپلو خبرو کې وویل چې د دغې پروژې په پرانیستلو سره به د ماتو هډوکو درملنه په ولایتي روغتون کې ترسره کېږي؛ همداراز د افغان نیل الې مخترع پروفیسور بریدجنرال اسماعیل “وردګ” خپلو خبرو کې وویل چي دغه پروژه نړیواله پروژه ده او ۱۷ کاله یې په افغانستان کې د خدماتو کېږي او دې برخه کې تر دې دمه سلګونه ډاکتران روزلي دي.
همداراز مسؤلینو خپلو خبرو کې وویل: د ماتو هډوکو د اساسي درملنې په موخه د افغان نیل الې پروژه به نورو ولایتونو ته هم وغځوي.