د شهید افتاب فرقې په دویمې پلې لوا کې لسګونه نظامي وسایط او یو شمېر وسلې ترمیم شوې

web_admin

په پروان ولایت کې د ٢٢١ شهید آفتاب فرقې اړوند دویمې پلې لوا د تخنیک او توپچي آمریت مسؤلینو د دوامداره هڅو په پایله کې ۵۶ عرادې نظامي وسایط او یو شمېر ثقیله وسلې چې په تېرو څو کلونو کې تخریب شوې وې د دوهم ځل لپاره ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.

په دغو نظامي وسایطو کې (٢٧) هاموې ټانګونه،(٢٢)انترنشنل موټر او (٧) آمبولانسونه شامل دي.

همدا زار د توپچي آمریت له لوري څلور میله زیوو ZU  یو میل سکربیست او دوه د بیم یک دستګاوې هم فعاله او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.