د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي کورسونو څخه ۵۲ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت قطعاتو او جزوتامونو ۵۲ تنه مجاهدین د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د لوژستیک او مخابرې له مسلکي زده کړو  څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په دې غونډه کې د جګړه ایزو ګډو زده کړو  قوماندانۍ مسؤلينو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی وو .

فارغ شویو مجاهدينو د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسئولینو څخه مننه وکړه چې د مجاهدینو د ښوونې او روزنې په برخه کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې دي، د غونډې په پای کې فارغینو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول .