په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې د ژوند نجات (C.L.S) له کورس څخه ۸۵ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ستر درستیز په صحي قوماندانۍ کې د ژوند نجات (C.L.S) له څلور ورځني صحي سمینار څخه ( ۸۵ ) تنه مجاهدین فارغ شول.

په دغه غونډه کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال قاری صاحب امین الله "طیب" دصحي قومندانۍ رئیس ارکان ډاکټر حسین ګل " پاکنهاد " ګڼ شمېر ډاکټرانو او مجاهدینو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده چې دغه سمینار په ټولو قول اردوګانو او جزوتامونو کې مجاهدینو ته د ژوند نجات په برخه کې د مسلکي ډاکټرانو له لوري ورکړل شو، په پای کې یادو فارغانو ته د مسؤلینو له لوري تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.