د ملي دفاع وزارت د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست څخه ۲۵ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

نن د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست کې د اسلامي اردو له بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو څخه ۲۵ تنه مجاهدین د مقدماتي شبکې له مسلکي او عملي زده کړو څخه فارغ شول.

دغه کورس د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري درې میاشتې مخکې پیل شوی وو، نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېد.

د مخابرې ریاست د اوپراسیون او پلان ګذارۍ مرستیال عنایت الله احمدي یاد مجاهدین خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل، دوی ته یې د ښه خدمت کولو هیله وکړه او په پای کې فارغینو ته د فراغت سندونه هم ورکړل شول.