د ملي دفاع وزارت ۴۰ تنه منسوبين له مسلکي او اداري کورسونو څخه فارغ شول
د ملي دفاع وزارت په مقر کې د ستر درستيز د توپچي رياست له لوري درې ورځنی کورس، چې د دې رياست ۴۰ تنو منسوبينو ته د «مسلکي او اداري ظرفیت لوړولو» تر سرلیک لاندې جوړ شوی وو، نن پای ته ورسېد.
دغو ګډونوالو ته د ادارې او منجمنټ، توپوګرافي، توپچي او نورو برخو کې زده کړې ورکړل شوې.
د دغه کورس د پای مراسم د ستر درستيز د توپچي، عقيدتي او فرهنګی چارو د رئیسانو او چارواکو په ګډون کې ترسره شول.