د الفاروق قول اردو څخه ۲۵ تنه منسوبين د «CLS» یا ژوند ژغورنې مرستې له کورس څخه په برياليتوب سره فارغ شول

s.mohmand

د ۲۰۷ الفارق قول اردو ۲۵ تنه منسوبین د «CLS» یا د ژوند ژغورونې مرستې تر سرلیک لاندې په روغتیايي کورس کې له ګډون وروسته په بریالیتوب فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.

د فراغت په دې مراسمو کې د صحيې قوماندانۍ درستيزوال، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو سر طبيب، ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل، ګډون کړی وو.