پکتیکا کې زلزله ځپلو ته د ملي دفاع وزارت د مرستندویه او روغتیايي ټیم استول

s.mohmand

د هېواد په ځينو سيمو کې له زلزلې وروسته د ملي دفاع وزارت د طبي ټيم او د لومړنيو مرستو ترڅنګ پوځي او ملکي روغتونونو ته د ټپيانو د لیږد او درملنې په موخه ۷ چورلکې هم استولي دي

همدا راز د ملي دفاع وزارت د مشرتابه په لارښوونه د سیمه ییزو او مرکزي قطعاتو منسوبین له خپلو ټولو تجهیزاتو او امکاناتو سره د پېښو ځایونو ته رسېدلي او ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدوي.

د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز رهبري د دغو پېښو د قربانيانو او ټپيانو کورنيو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او ډاډ ورکوي، چې د هر ډول مرستې او همکارۍ په برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.